د بشري حقونو يوه ډله: ايران کې د مظاهرو پر مهال ۲۲۴ تنه وژل شوي
د بشري حقونو دې څارونکې ډلې نن (جمعه) د ایران په ټولو سیمو کې د اعتراضونو د مرګژوبلو تازه شمېر خپور کړ.
يادې ډلې ويلي چې، د سنبلې له ۲۹ څخه د میزان تر ۲۱ پورې په مظاهرو کې ۲۲۴ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۳ یې تر اتلس کلونو کشران دي.
بل پلو د بښنې نړیوال سازمان وايي، په وروستۍ میاشت کې د ایران د پراخو اعتراضونو په لړ کې د لسګونو کسانو په منځ کې لږ تر لږه ۲۳ تنه ماشومان هم وژل شوي دي.