د اروپايي ټولنې د مرستو يوه بله جوپه کابل ته ورسېده
نن جمعه دغې ادارې پر خپلې رسمي ټویټر پانه لیکلي، دغه بشري مرستې د افغانانو سره د اروپايي ټولنې د کومک یوه برخه ده.
دا د دې ټولنې د بشرې مرستو ۲۴مه بسته ده چې افغانستان ته رارسیږي.
دغې ادارې د خپلو شریکانو او هغو ډاکترانو هم مننه کړې چې افغانستان کې ورسره کار کوي.
د اروپايي ټولنې دا مرستې داسې مهال افغانستان ته رسیږي چې د دې ټولنې هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسیمت نهدی پېژندلې خو افغانانو سره بشري مرستو ته ژمن دي.