حمدالله محب او احمد مسعود د 'افغانستان د وضعيت' په اړه خبرې کړي
ښاغلي محب نن پر خپل ټويټر ليکلي چې له ښاغلي مسعود سره د خبرو اصلي تمرکز يې پر ولسواکۍ او جمهوري نظام ته پر ستنېدلو و چې د ده په وينا پهکې د ملي بيرغ په ګډون ملي ارزښتونه خوندي وي.
د ده په وينا، له احمد مسعود سره په خبرو کې "دواړو پر دې ټينګار کړی چې د افغانستان د اوسنۍ معضلې د حل لپاره سياسي اجماع ته اړتیا ده".
احمد مسعود يا د ده تر مشرۍ لاندې د ملي مقاومت جبهې تر اوسه د ښاغلي مسعود او محب د خبرو په اړه څه نهدي ويلي.