امریکا: سعودي دې د تېلو د تولید کمښت په اړه شوې پرېکړه وځنډوي
سعودي عربستان دا اعلامیه وروسته له دې خپره کې چې واشنګټن وویل د سعودي عربستان پرېکړه به بې عواقبو نه وي.
خو وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د سعودي د یوه چارواکي په قول، چې نوم یې نه دی یاد کړی، ویلي چې امریکا دا غوښتنه د خپل هېواد د کانګرس د منځپړاوه انتخاباتو په خاطر کړې وه.
اوپیک او متحدو هېوادونو یې د اکتوبر په ۵ مه پرېکړه وکړه چې د تېلو تولید به په ورځ کې ۲ میلیون بېرله کم کړي.
د دوی دا پرېکړه د تېلو د بیې د لوړېدو سبب شوه.