د روسیې په یوه پوځي مرکز کې د ډزو له امله ۱۱ کسان وژل شوي
د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړ چې د روسیې د بلګورود په سیمه کې د پوځي روزنې پر یوه مرکز پرون دو رضا کاره پوځیانو ډزې وکړې چې ۱۱ کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.
دې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې رضاکارانو د اوکراین د جګړې لپاره روزنه ترلاسه کړه.
په بیان کې راغلې دي چې دا دوه رضا کاران چې ډزې یې کړې وې د ځوابي ډزو پرمهال ووژل شول.