د طالبانو د پاسپورټ رياست نوي مشر دنده پيل کړه؛ خو د پاسپورټ وېش لا نه دی پيل شوی
ښاغلی حسیب پرون یکشنبه خپلې دندې ته معرفي شو.
د پاسپورت ریاست تېره اوونۍ خبر ورکړ چې د تلې میاشتې له شپاړسمې به تر نامعلومې نېټې پورې د پاسپورت وېش بند وي.
دوی د دغه ځنډ لامل تخنیکي بللی او ویلي یې دي، د پاسپورټ د چاپ او اړوند نور تخنیکي وسایل ترمیم ته اړتیا لري.
د طالبانو د حکومت له پيله د پاسپورت وېش ستونزمن و او خلک یې د اوږده او پېچلي بهیر په اړه تل شکایتونه کوي.