رحيم صديقي: نړيوال جام لپاره د ځانګړو پيغامونو په اړه له خلکو سره مشوره کووم
ښاغلي صدیقي ازادي راډيو ته وویل، په دې اړه یې تل له خلکو سره مشوره کړې ده چې کوم پیغامونه مهم دي چې باید په رسولو کې یې ونډه واخلي.
نوموړی وايي: "زه کله چې سفر کوم، یوه وړه ويډیو جوړوم او له خلکو پوښتم چې کوم پیغام خپور کړم، لکه د نجونو د ښوونځيو او ملي یووالي په اړه، د فرید ملک عکس مې رسم کړی و، نورو لوبغاړو ته مې لیکل کړي وو، تل مې په دې اړه له خلکو تپوس کړی او د هغوی نظر مې اخیستی دی."
نوموړى وايي دا مهال هم، له خلکو سره مشورې کوي، چې د ۲۰۲۲ کال په نړۍوال جام کې چې په اسټرالیا کې پیل شوی، کوم پیغامونه خپاره کړي.
د نوموړي په وینا، هر پيغام چې پر ځان رسموي، له ۵۰۰ تر ۶۰۰ ډالرو لګښت پرې راځي او همدا شان د سفر نور لګښتونه هم خپله کوي.
هغه زیاتوي، د افغان کرېکټ بورډ لخوا مرسته نهده ورسره شوې، خو د کرېکټ بورډ ادارې ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
صدیقي وايي، که مالي ملاتړ یې نهدی شوی خو په دې خوشاله دی چې خلک ډېره مینه ورسره کوي.
ښاغلی صديقي وايي: "کله هم چې زه اسټرالیا، متحده عرب اماراتو یا بل هېواد ته تللی یم، زما ډېر ښه هرکلی شوی، افغانان ډېر مینه ناک خلک دي. په لوبغالي کې هم ټول ډېره مینه راکوي چې زه خپله ډېر زیات د خوشالۍ احساس کوم."
۲۵ کلن رحیم صدیقي د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی چې اوس په نیوزیلنډ کې ژوند کوي. هغه واده کړی، دوه لوڼې او دوه زامن لري.
د رحیم صدیقي ترڅنګ د افغان کرېکټ یو بل مینهوال رضا خان دى، چې په رضا خان کاکا مشهور دى.
نوموړی پخوا له ملي بیرغ سره په لوبغالو کې راښکاره کېده خو په وروستیو کې ډېر نهدی لیدل شوی.
په افغانستان کې د کرېکټ له عامېدو سره، دې لوبې ډېر مینهوال پیدا کړل چې د رحیم صدیقي په څېر ځینو ځانګړو مینهوالو یې بیا له دې فرصت څخه د ځینو پیغامونو په لېږدولو کې هم ګټه اخیستې ده.