چارواکي: اوکراین کې د روسیې د هوايي بریدونو له امله ۶ کسان وژل شوي
اوکرایني چارواکي وايي، په دغو حملو کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د اوکراین د ختیځې سیمې دونباس په دوو ساحو کې د اوکراین او روسیې ځواکونه په تن په تن جګړه بوخت دي.
دا هوايي حملې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د میزاییلو په حملو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.
دا په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو سختې بمبارۍ ګڼل شوي دي.