د برېتانيا صدراعظمې ليز ټرس له ۴۵ کاري ورځو وروسته استعفا ورکړه
هغه د ګوند خپلمنځي لانجو او ګډ وډیو په سبب استعفا ته اړه شوه.
مېرمن لیز ټرس چې د سپټمبر په شپږمه د بوریس جانسن ځای ناستې شوه، په یوه بیان کې نن د اکتوبر په شلمه وویل، د کومو اهدافو لپاره چې دا ټاکل شوې وه نور یې مخته نهشي وړلی.
ټرس ډاډ ورکړ چې د ګوند او حکومت له خوا ټاکل شوي هدفونه به تعقیبیږي او تر هغه چې نوی مشر وټاکل شي دا به خپله دنده مخته وړي.