طالبانو په تخار کې د داعش د ۴ غړیو د وژلو ادعا وکړه
د طالبانو د ۲۰۱۷ قول اردو د لومړۍ لوا د ارکان رییس قاري امین الله طیب پرون وویل چې دا کسان د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ په 'ورته ظلم' کلي کې وژل شوي دي.
طالبانو پرون دا ادعا هم کړې وه چې په کابل کې یې د داعش ۶ غړي وژلي دي.
خپلواکو سرچینو تر اوسه د دې ادعاوو تایید نه دی کړی.