ملا محمد شفیق د سردار محمد داود خان روغتون مشر ګمارل شوی
په اعلامیه کې ویل شوي چې نوی مشر نن په یوه ناسته کې د سردار محمد داود خان روغتون کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د دې روغتون مخکينی مشر د ارتوپیدي متخصص ډاکتر محمد اسماعیل وردګ و.
ازادي راډیو هڅه وکړه د دې خبر د جزیاتو په اړه د طالبانو د دفاع وزارت له ویاند عنایت الله خوارزمي سره خبرې وکړي، خو ځواب یې ور نهکړ.
طالبان داسې مهال ملا محمد شفیق د سردار محمد داود خان روغتون د مشر په توګه ګوماري چې تر دې مخکې هم د طالبانو پر حکومت نیوکې وې چې په مسلکي بستونو کې یې غیر مسلکي کسان ګومارلي دي خو طالبانو بیا دا ډول ادعاوې رد کړي دي او ویلي یې دي چې لا هم په ډېرو بستونو کې مسلکي کسان کار کوي.