د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه لغوه شوه
د افغانستان کرکټ بورد پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د یادو سیالیو د اصولو له مخې دواړو لوبډلو ته یوه-یوه نمره ورکړل شوه.
دا په روان شل اوریز جام کې د افغانستان دویمه لوبه وه.
افغانستان د راتلونکې جمعې ورځ له ایرلنډ سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
افغان لوبډلې د انګلنډ پر وړاندې خپله لومړي بایللې وه.