د ايران شيراز ښار کې د پروني بريد مسؤليت داعش وسلهوالې ډالې ومانه
رویټرز خبري اژانس ویلي چې داعش پر خپل ټیلګرام چېنل د دې برید مسؤلیت، چې لږ تر لږه ۱۵ تنه پهکې ووژل شول، منلی دی.
برید کې له شلو زیات کسان ژوبل شوي هم دي.
د ایران ځایي خبري اژانسونو ویلي چې د بریدګرو شمېر درې تنه وو.
د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي ویلي، دغه شرارت به قطعا بې ځوابه پاتې نهشي.