روسيې پرون د اوکراين پر څلوېښت سيمو بريدونه کړي
د اوکراین د پوځ په وینا پرون روسیي ځواکونو په لږ تر لږه څلوېښت سیمو حمله وکړه.
په دې ترڅ کې اوکرایني ځواکونه د خیرسون پر ستراتیژیک ښار د برید لپاره چمتو کیږي.
بل لور ته کییف یو ځل بیا له خپلو غربي متحدانو وغوښتل چې د اوکراین هوایي دفاع پیاوړې کړي.