د لاريونوالو د ځپلو له امله امريکا پر يو شمېر ايراني چارواکو نوي بنديزونه ولګول
د امریکا خزانې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، دوی د ایران د سپاه پاسدران انقلاب اسلامي پر چارواکو، د استخباراتو پر چارواکو، د تهران او ایالتي زندانونو پر مسؤلينو او پر هغو ادارو او خلکو بندیزونه لګولي دي چې انټرنټ سانسوروي.
په ایران کې پرون اعتراض کوونکو د مهسا امیني د څلوېښتمې د ویر په ترڅ کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.
دوه ویشت کلنه مهسا امیني د حجاب د نه رعایت په تور په توقیف کې ووژل شوه.
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د ډلې په وینا د اعتراضونو له پیله تر اوسه د اووه ویشت ماشومانو په شمول لږ تر لږه دوه سوه پنځلس کسان وژل شوې دي.