د خوړو نړيوال سازمان: راتلونکې مياشت به افغانستان ته دېرش زره ټنه اوړه ولېږدول شي
د خوړو نړیوال سازمان اتیا زره ټنه غنم له اوکراین څخه اخیستې دي چې له اړه کېدو وروسته شپېته زره ټنه کېږي.
د دې مرستو پوره نیمایي افغانستان ته بېله شوې ده.
د ملګرو ملتو دا موسسه اټکل کوي چې په افغانستان کې شاوخوا نولس میلیونه افغانان خوراکي مصونیت نهلري.
د خوړو نړيوال سازمان لهخوا د اوړو د لېږد دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې افغانان د ژمي په درشل کې له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي.