د کرېکټ په شل اوريز نړيوال جام کې نن درې لوبې ترسره کېږي
هند او بنګلهدېش تر اوسه یوه یوه لوبه کړې ده او ګټلي یې دي.
پاکستان خپله لومړۍ لوبه بایللې ده، د جنوبي افریقا او زیمبابوې لوبه د باران له امله مساوي شوې ده.
پرون د افغانستان او نیوزیلنډ لوبه هم مساوي شوه چې دواړو لوبډلو یو یو امتیاز خپل کړ، سبا به افغان لوبډله په دې جام کې له ایرلنډ سره مسابقه وکړي چې پرون یې د انګلستان ټیم ته ماتې ورکړه.
نړیوال جام د اکتوبر په شپاړسمه په استرالیا کې پیل شو چې پایلوبه یې د نومبر په دیارلسمه ده.