د خصوصي پوهنتونو ټولنه: سږ کال د محصلانو جذب کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی
فیصل چې تېر کال په کابل کې له دولسم ټولکي څخه فارغه شو وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې ونهشو کړای چې د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې له ګډون او لوړې زدهکړې وکړي.
د نوموړي په خبره، د بېلابېلو لاملونو له امله دولتي پوهنتونونو ته لاره پیدا کول سخت دي خو هیله یې درلوده، چې په خصوصي پوهنتون کې لوړې زدهکړې وکړي.
نوموړی وايي: "زه له دولسم ټولګي فارغ شوی یم، خو د خصوصي پوهنتون د کانکور په ازموینه کې مه ګډون ونهشوای کړای، د دې لپاره چې فیسونه لوړ دي او زموږ اقتصاد ښه نهدی، زه د لوړو زدهکړو په ځای اوس کار کوم تر څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم."
مسعود بیا د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دویم کال محصل دی، ده د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله خپلې لوړې زدهکړې په نیمه کې پرېښودې.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ما یو کال د کمپیوټر ساینس په رشته کې درس ویلی، خو سږ کال مې د سیمسار د فیس د ورکړې توان نه درلود، نو ځکه اړ شوم، چې زدهکړې پرېږدم او کار وکړم."
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، خصوصي پوهنتونونو ته د محصلینو په جذب کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی.
د دې ټولنې د عامه اړیکو مسؤل کریم ناصري وايي، سره له دې چې سږ کال د خصوصي پوهنتونونو د سمسټرونو په فیسونو کې محصلینو ته تخفیف په پام کې نیول شوی خو په خبره یې د محصلینو د نشتون له امله، ښايي ډېری خصوصي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي.
ښاغلی ناصري وايي: "د پوهنتونونو او محصلینو اقتصادي وضیعت ډېر خراب دی، له سیاسي تحول وروسته د خصوصي پوهنتونو د کانکور په ازموینه کې د محصلینو د جذب په بهیر کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی، که وضیعت همداسې دوام وکړي ښايي ډېری خصوصي پوهنتونونه وتړل شي."
ښاغلی ناصري وايي، هغه ۲۸ ډیپارټمنټونه چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د جواز نه درلودو په صورت کې فعاله و د طالبانو په راتګ سره وتړل شول او بېرته ورته دفعالیت جوزا هم ورنهکړل شو.
خو نوموړي یې په اړه ډېر جزیات ور نهکړل.
موږ هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت د ویاند احمد تقي نظر هم په دې اړه واخلو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې زموږ اړیکې ځواب نهکړې.
د افغانستان د خصوصي پوهنتونو د ټولنې د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې ۱۴۰ پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو تحصلي موسسې فعالیت لري چې شاخوا ۱۹۰ زره محصلین پهکې په زدهکړو بوخت دي.
د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، په ۱۹۰ زره محصلینو کې ۳۷ سلنه یې مېرمنې دي.
یاده ټولنه وايي، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو شمېر ۲۱۰ زرو ته رسیده.