طالبان: د کابل په پنځمه ناحیه کې یوې چاودنې ۷ کسان ټپیان کړي
د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې چې بېګا یې رسنیو ته واستوله، ویلي دي چې چاودنه پرون ماسپښین د شیخ محمدروحاني په جومات کې دننه، هغه مهال وشوه چې لمونځ کوونکي د ذکر لپاره راټول شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور آزادۍ راډیو ته وویل چې د پېښې ټپیان واړه ملکي وګړي او ټپونه یې برسېرن دي.
د دې حملې مسوولیت سمدستي کومې ډلې نه دی منلی.