یونېسف: ډنمارک د افغان ماشومانو د زده کړو له بهیر سره مرسته کړې
په افغانستان کې د یونېسف دفتر پر ټوېټر په یوه بیان کې لیکلي چې دا موسسه د نړیوالو خیریه ټولنو په مرسته په افغانستان کې د زیانګالو هلکانو او نجونو لپاره د ټولنو په کچه د زده کړو پروګرام پراخوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له شپږم د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي.
په افغانستان کې یونېسف دفتر پرون هم له دې برخې سره د جنوبي کوریا د پنځه میلیون ډالره مرستې خبر ورکړی و.