سیول کې د 'هالوین جشن' پر مهال د ګڼې ګوڼې له کبله ۱۵۱ تنه مړه شوي
د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د هالوین جشن پر مهال د ګڼې ګوڼې له کبله ۱۵۱ تنه مړه شوي دي.
د جنوبي کوریا پلازمېنه سیول کې نن سهار د غم فضا خوره وه او د یوې ګڼې ګوڼې د قربانیانو خپلوان د روغتونونو شاته کتار ولاړ و.
لږ تر لږه ۱۵۱ تنه هغه مهال تر پښو لاندې ووژل شول چې لسګونه زره کسان د هلوین جشن پر مهال په هغې تنګه کوڅه کې ګیر پاتې شول چې د شپې مېلې په کې روانې وې.
عیني شاهدانو ویلي، د پېښې ځای ته نږدې لارې کوڅې دومره له خلکو او موټرو ډکې وې چې سیمې ته یې د امبولانسونو او ژغورنډلو د تګ مخه نیولې وه.
د سیول د حوادثو ضد مرکز ویلي، وېره شته چې د مړو شویو شمېر ډېر شي، ځکه د دوی په خبره د ۱۰۴ ټپي شویو کسانو له ډلې د ۲۴ هغو وضعیت نازک دی.
د جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزارت ویلي، وژل شویو کې ۱۹ بهرني اتباع هم شامل دي، خو دوی یې هویت نه دی څرګند کړی.
حکومتي چاروکو ویلي، شاوخوا یو لک کسان د هلوین جشن لمانځلو ته راټول شوي وو او دا د کورنا له پيله چې پر راټولېدنو بندیز لګول شوی و، جنوبي کوریا کې تر ټوله ستره راټولیدنه بلل شوې ده.
په جنوبي کوریا کې که څه هم د هلوین دودیز جشن ځانګړې رخصتي نه لري، خو ځوانان یې په دې وروستیو کلونو کې بارونو او کلپونو کې په شور او زوږ لمانځي.
هالوین جشن په مسیحیت دین کې ریښه لري او هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اکټوبر په ۳۱مه لمانځل کېږي.
د جشن د لمانځونکو عقیده داده چې په دې شپه د مړو ارواوې د ژوندیو انسانانو منځته راځي او دوی یې باید هرکلي او یا د خبیثه ارواو مقابلې ته ځان چمتو کړي.
د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول نن یکشنبه په دغه هېواد کې ماتم اعلان کړی او په ټول هېواد کې به یې بیرغ نیمه ځوړند وي.
ده پر خپلو اړوندو مسولانو غږ کړی چې پېښه وڅېړي او دراتلونکو کلتوري،دیني او ورته نورو جشنونو د خوندیتوب لارې چارې وسنجوي.