انګلستان د بورسيو لپاره د افغانانو د غوښتنليکونو موده غځولې
د انګلستان د چیوننګ بورسیو لپاره د افغانانو د غوښتنلیکونو موده پنځلس ورځې نوره هم غځول شوې ده.
دا خبره د یادو تحصیلي بورسیو اړوندې ادارې پرون اعلان کړې.
د چیوننګ معتبره تحصیلي بورسونو لپاره د غوښتنلیکونو موده معمولاً د نومبر په اوله ختمیږي خو د افغانانو لپاره یې د نومبر تر پنځلسمې وخت غځولی.
د چیوننګ ادارې ویلي چې د راتلونکي تحصیلي کال لپاره یوازې د هغو افغانانو غوښتلیکونه مني چې له افغانستان راوتلي او د سیمې په هېوادونو کې مېشت وي.
دلیل یې دا راوړی چې برېټانیا او د چیوننګ بورسیو اداره د افغانانو ژوند او امنیت په نظر کې نیسي او هغه کسان چې له افغانستانه غوښتنلیکونه ورلیږي ښایي له داسې جدي امنیتي ګواښونو، لوجستیکي او مالي ستونزو سره مخ شي چې د برېټانیا د حکومت له کنټروله به بهر وي.