ام ټي ان مخابراتي شبکه په افغانستان کې خپل شرکت پلوري
د ام ټي این ګروپ د افغانستان برخې سوداګري د ایم ون - نیو وینچورز په نوم په یوه بیروت مېشتي شرکت د ۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت پلوري.
دا خبر د بلومبرګ امریکايي خپرونې په شمول څو رسنیو د ایم ټي این شرکت په حواله ورکړی دی.
په خبر کې ویل شوي چې ایم ټي ایم په افغانستان کې خپل کاروبار په داسې حال کې پلورل غواړي چې د مخابراتي شبکو دا شرکت غواړې له خپلې کورنۍ لویې وچې افریقا بهر خپل حضور راکم کړي.
د ایم ون ګروپ مالکیت د میکاتي په نوم د یوې لبنانۍ کورنۍ سره دی.
دې کورنۍ په ۲۰۰۶ م کال کې د منځني ختیځ شتمني په ایم ټي ایم هغه مهال پلورلې وه چې ایم ټي ایم غوښتل سیمه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
ایم ټي ایم مخابراتي کمپنۍ د ۲۰۲۰ کال راهیسې په افریقا کې چېرته چې د دې شرکت مرکزي دفتر دی د ډېټا په خرڅلاو او د موبایل له لارې د مالي خدمتونو په وړاندې کولو تمرکز زیات کړی دی.
دې شرکت په همدې موده کې په سوریه کې فعالیت بند کړ او د یمن برخه یې هم یو شریک ته وسپارله.
بلومبرګ خپرونه وايي، په افغانستان کې ایم ټي ایم د مخابراتي خدماتو لوی وړاندې کونکی شرکت دی او د مخابراتي شبکو په بازار کې څلوښت سلنه ونډه لري، خو زیاتوي چې له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ م کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې چارې پېچلې شوي دي.
دې شرکت تر اوسه په ایران کې خپلو فعالیتونه روان ساتلي دي.