د ټوېټر مالک سر له نن د کارکوونکو ډلهييز ويستل پيلوي
د ټوېټر مالک ایلان ماسک به له دې ټولنیزې شبکې د کار کوونکو ډلهییز ویستل له نن څخه پیل کړي.
ټوېټر پرون د یوه اېمیل له لارې خپل کارکوونکي له دې پرېکړې خبر کړی وو.
په دغه اېمیل کې ویل شوي دي، چې په سم لوري د ټوېټر د روانولو لپاره به د جمعې په ورځ د نړیوالو کارکوونکو د راکمولو سخته پروسه پیل کړي.
د ګارډین ورځپانې د راپور پر بنسټ؛ ماسک به د ټوېټر تر ۵۰ سلنه کاري ځواک راکم کړي چې به ورسره په زرهاو تنه بېروزګاره شي.
ایلان ماسک تېره اوونۍ ټوېټر په ۴۴ ملیارده ډالرو وپېره او د دې شبکې څو لوړپورې چارواکي يې له دندو ګوښه کړل.