شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکي توغندي توغولي
شمالي کوریا د توغندويي ازموینو په دوام نن شنبې څلور بالستیک میزایلونه د سمندر پر لور وتوغول.
د جنوبي کوریا د وسله والو ځواکونو ستر درستیز وویل چې شمالي کوریا له خپلو لوېدیځو سواحلو د لنډ واټن ویشتونکي ۴ توغندي وتوغول.
شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ د لویو وچو د ویشتونکي یوه بالستیک توغندي په ګډون په روانه اونۍ کې له ۳۰ زیات توغندي ازمویلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د زیاتېدونکي کړکېچ د نښې په توګه متحدوایالتونو هم د خپل پوځي زور د ښودلو لپاره د غږ تر سرعت چټکې دوه بم غورځوونکې الوتکې د جنوبي کوریا فضا ته استولي.