د کندهار په عینو مېنه کې د زیربنايي پروژو چارې پیلېږي
په کندهار کې طالب چارواکو د دې ولایت په عینو مېنه کې د زیربنايي چارو د ژر پیلېدو خبر ورکوي.
دا وروسته تر دې چې دوه ورځې مخکې د عینو مېني د دوو شریکانو، محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي ترمنځ اوږدمهاله دعوا د سوداګرو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په هغه غونډه کې چې د طالبانو د حکومت د عدلې وزیر او د غصب د مخنیوي د کمېسیون مشر شیخ مولوي عبدالحکیم شرعي، د عینو مېنې شریکانو او د کندهار والي په کې حضور درلود، پرېکړه وشوه چې د دې خصوصي پروژې بنسټیزې چارې دې د سیمې د اوسېدونکو له غوښتنې سره سم، ژر پیل شي.
د عینو مېنې د ښارګوټي پراختیایي او د رغونې چارې د اړوندې، افکو کمپنۍ د دوو شریکانو ترمنځ د ونډې پر سر د اختلافاتو له امله له تېرو څلورو کلونو راهیسې په ټپه دریدلې وې.
عینو مېنه چې د کندهار ښار ختیځ لور ته پرته ده، رغنیزې چارې یې په پرمختللې بڼه په ۲۰۰۴م کال پیل شوې دي.