د پاکستان سېنېټ مشر د اعظم سواتي په اړه د ویډیو پلټنو لپاره کمېټي اعلان کړې
سواتي د نومبر پر پینځمه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې دعوه وکړه چې کورنۍ ته یې یوه داسې ویډیو استول شوې ده چې پکې یې د بدنامۍ هڅه شوې ده. دی د خپلو خبرو پر مهال په ژړا شو او و یې ویل چې د ویډیو په اړه جزییات ځکه نه شي په ډاګه کولای چې د "هېواد لوڼه یې خبرې اوري."