پاکستان د ۲۰ اووریز کرکټ نړيوال جام نيمه پايلوبې ته ورسېد
جنوبي افریقا ټاکلی هدف پوره نه کړای شو او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۵ منډې وکړې. که د جنوبي افریقا لوبډلې دا سیالي ګټلې وای، نيمه پايلوبې ته وتله. د نړيوال جام د سیاليو نيمه پايلوبې د نومبر پر نهمه او ۱۰مه او پايلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه کېږي.