"کاشکې ټولو نجونو ته د خپلې خوښې تحصیلي رشتې د انتخاب اجازه ورکړل شوې وی"
فاطمه امیري چې د کاج پر روزنیز مرکز برید کې ټپي شوې وه او یوه سترګهیې له لاسه ورکړې، بالاخرهيې تېره اوونۍ د کانکور ازموینه کې ګډون وکړ.
هغه د ۳۱۳ نمرو په ترلاسه کولو سره وتوانېده چې د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس فاکولتې ته بریالۍ شي، هغه تحصیلي رشته چې فاطمې یې هیله درلوده.