ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون پرېکړه اعلانوي
ټاکل شوې د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون پرېکړه د سه شنبې په ورځ اعلان کړي.
جېسن میلر چې له ډېرې مودې راهیسې د ټرمپ سلاکار دی پرون دا خبر اعلان کړ.
ټرمپ چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پرمهال به یې عمر اته اویا ۷۸ کاله وي د کانګرس لپاره د منځمهاله انتخاباتو په درشل کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون خبره وکړه او ویې ویل چې دی به د نوامبر په ۱۵مه یو ډېر مهم اعلان وکړي.
میلر پر پوډکاست په یوه وینا کې، د ټرمپ له خولې وویل چې په انتخاباتو کې د ده د درېدو په برخه کې هېڅ شک نه شته او طبعا چې دی ګډون په کې کوي.