د اېف سي ځواک يو سرتېري تر وژنې وروسته چمن-سپين بولدک لار تړل شوې
د طالبانو او پاکستان حکومتونو تر اوسه پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. اوسمهال ډزې درېدلي دي خو لاره د هر قسم تګ راتګ لپاره بنده شوې ده. په چمن کې د پاکستان سرحدي انتظامیې رسنيو ته په لېږدولي بيان کې ويلي چې تر هغو چې طالبانو ډزې کوونکی کس نه وي نیولی یا یې دوی ته نه وي سپارلی، لار نه پرانیزي.