اوتنبایوا او دلاور د کانونو او بېرته راستانه شویو افغانانو په اړه خبرې کړي
شهاب الدین دلاور د بېرته راستنېدونکو د کمېسیون مشري هم پر غاړه لري.
ملګرو ملتو نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مشرې د ټولو هغو افغانانو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه چې بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت رسمي خبري اژانس باختر په دې اړه ویلي چې د یوناما مشرې هیله څرګنده کړه چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي افغانان به د افغانستان په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي.