مارکس پوتزل فارياب کې له فعالانو سره د ښځو پر حقونو خبرې کړي
یوناما په یوه ټویټ کې پرون وویل، ښاغلي پوتزل دا خبره د فاریاب ولایت په مرکز میمنې کې د مدني ټولنې له استازو او طالب چارواکو سره په کتنه کې وکړه.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځې په اکثرو دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوي او نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته نه پرېښودل کېږي.