د سويډن حکومت د نارډ سټریم د تېلو نللیکه کې د چاودېدونکو موادو نښې موندلي
د سویډن د حکومت یو څېړونکی وايي، محققانو د نارډ سټریم د تېلو د نللیکې په زیانمنه شوې برخه کې د چاودېدونکو موادو نښې موندلې دي.
د سویډن او ډنمارک چارواکي په نارډ سټریم یو نللیکه او دوو نورو پایپلایونو کې چې روسیه د بالتیک سمندرګي له لارې له جرمني سره نښلوي، د ۴ رامنځته شویو سوریو په اړه څېړنې کوي.
له دې سره هغه ادعاوې نورې هم پیاوړې شوې چې ګنې د دې نللیکې د تخریب هڅه شوې.
ډنمارک تېره میاشت ویل، د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا سوري د درنو چاودنو له کبله رامنځ ته شوې دي.