د نوبل سولې جايزې ګټونکې ايرانۍ فعاله: ايران کې د اعتراضونو وروستۍ څپه انقلاب دی
مېرمن عبادي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دې اعتراضونو وښودله چې د ایران خلک اسلامي جمهوریت نهغواړي.
په ایران کې له څو میاشتو راهیسې اعتراضونه د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شول چې د بشري حقونو د ډلو په وینا په ترڅ کې یې د چارواکو د ځپونکو اقداماتو په پایله کې ۳۴۲ کسان وژل او شاوخوا ۱۴ زره کسان نیول شوي دي.
شیرین عبادي وویل، د ایران حکومت له خپلو وېرېږي.
د نوموړې په وینا په ایران کې وضعیت ورځ په ورځ د خرابېدو په حال کې دی.