د خرسون ازاد شوی ښار ویجاړي، هیجان او خپګان یوځای تجربه کوي
د اوکراین ختیځ د روس او اوکرایني ځواکونو د سختې جګړې شاهد دی. تازه اوکرایني چارواکو ویلي چې په دونتسک او لوهانسک کې یې د روسیې پراخې حملې په شا تمبولي.
روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تأسیساتو هم حملې کړي او د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په وینا د اوکراین ۱۰ ملیونه وګړي د برېښنا له پرې شوي جریان سره مخ دي.