د هنګري صدراعظم: پارلمان به مو له ناټو سره د فنلنډ او سوېډن د يو ځای کېدو پرېکړه تأييد کړي
د هنګري صدراعظم ویکتور اوبراین پرون وویل چې، د هېواد پارلمان به یې له ناټو سره به د فنلنډ او سوېډن د یو ځای کېدو د پرېکړې تأیید وکړي.
ټاکل شوې ده چې دا دوه هېوادونه راتلونکی کال رسما له ناټو سره یو ځای شي.
تر اوسه د ناټو نورو غړیو هېوادو له دې سره موافقه کړې ده، یوازې هنګري او ترکیه لا پاتې وو چې دا پرېکړه تأیید کړي.
ناټو د دوه زره درویشتم کال په لومړۍ غونډه کې د فنلنډ او سوېډن د غړیتوب مساله په اجنډا کې شامله کړې ده.