د ویکيلیکس بنسټ ایښودونکي 'جولیان اسانژ' د استېناف محکمې غوښتنه کړې
د ویکيلیکس بنسټ ایښودونکي جولیان اسانژ چې له بریتانیا متحدوایالتونو ته د ده د سپارلو پر وړاندې مبارزه کوي، د بشري حقونو له اروپایي محکمې د استېناف غوښتنه کړې ده.
محکمې هم د جمعې په ورځ دا موضوع تایید کړه.
متحدو ایالتونو پر اسانژ جنایي تورونه لګولي او له بریتانیا یې د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.
امریکایي چارواکو ۵۱ کلن اسانژ پراتلسو مواردو تورن کړی چې یو یې هم د جاسوسۍ تر قانون لاندې د امریکا د پوځي او ډیپلوماټیکو پټو اسنادو له خپرېدو سره تړاو لري چې ویکيلیکس خپاره کړي او واشنګټن ویلي چې نوموړي په دې کارسره د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.
بریتانیا متحدو ایالتونو ته د اسانژ له ورسپارلو سره موافقه کړې، خو هغه د لندن له سترې محکمې د استېناف غوښتنه کړې چې تمه ده پر دوسیې یې د راتلونکي کال په لومړیو کې غور وشي.
د اسانژ مدافع وکیلانو همدارنګه د بریتانیا پر ضد د بشري حقونو اروپایي محکمې ته هم شکایت کړی چې ممکن وکړای شي، متحدو ایالتونو ته د هغه ورسپارل ودروي.