ولکر ټرک طالبانو ته: د اعدامونو د حکمونو تطبیق بند کړئ
نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده.
د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر د دې ورځې په مناسبت د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د مجرمانو لپاره د اعدامونو حکمونه بند کړي.
ولکر ټرک پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د دې ډول حکمونو تطبیق د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې څخه چې افغانستان هم لاسلیک کړې ده، سرغړونه ده.
ټرک زیاتوي: "د طالبانو د سرپرست حکومت له مشرانو غواړم چې د راتلونکو اعدامونو په برخه کې قانوني مهلت په پام کې ونیسي او د اعدام حکم لغو کړي."
هغه په عام محضر کې د دُرو وهلو د بندېدو غوښتنه هم وکړه.
طالبانو د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې د تېرې چارشنبې په ورځ په فراه ولایت کې د خپلو مشرانو په حضور کې د اعدام لومړنی حکم تطبیق کړ.
دوی همداراز په پروان، لوګر، غور، تخار، کندهار او نورو ولایتونو کې لسګونه کسان هم په درو وهلي دي.
د طالبانو دا اقدام نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو مدافع ډلو او بېلابېلو هېوادونو غندلی دی.