ايران د ازادې اروپا / فردا راډيو د بنديزونو په نوملړ کې راويستې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې مېشت څو کسان او ادارې د نړیوالې ترهګرۍ او تاوتریخوالي ته د لمن وهلو په تور د خپلو بندیزونو په لېسټ کې راوستي.
د ازادې اروپا / فردا راډیو هم په دې بندیزونو کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان کړي راوستل شوې.
په دغو بندیزونو کې: " د ایران د ویزو بندیز او د پورتنیو اشخاصو د ننوتلو ناممکن ګرځول او د ایران د حکومت تر واک لاندې سیمو کې د هغوی د ملکیتونو او شتمنیو ضبطول شامل دي."
د دې عمل په ځواب کې، د ازادې اروپا راډیو عمومي رییس جیمي فلای ویلي چې، د ایران دا کار د حقایقو بې ځایه تحریف دی چې مستقیماً د استبدادي نظام له طریقو څخه رامنځته کیږي.
هغه زیاته کړه: "ورځنی واقعیت دا دی، چې د ایران رژیم هغه نارینه، ښځې او ماشومان وژنی چې د ښه راتلونکي لپاره مظاهرې کوي، قربانیان ملامتوي او کورنۍ یې ځوروي."
د ازادې اروپا ایران څانګه په ایران کې دننه یوه له مشهورو او باوري رسنیو ده.