د ترکیې دیاربکر ښار سره نزدې چاودنه شوې
![د ترکیې دیاربکر ښار سره نزدې چاودنه شوې](https://gdb.rferl.org/02490000-0aff-0242-b3ab-08dadf409340_w800_h450.jpg)
چاودنه داسې وخت وشوه، یو موټر چې پولیس هم په کې وو، له سیمې د تېرېدو په حال کې و.
ترکي چارواکي وايي، په پېښه کې د موټر ۹ تنه سورلۍ ټپیان دي.
د دې پېښې په تړاو ۲ کسان نیول شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وايي، پېښه د ترکیې په جنوب ختیځ کې دیاربکر ښار ته نږدې شوې، چې ډېری اوسېدونکي یې کردان دي.
د ترکیې چارواکي وايي، بمب یوه مارکیټ ته نږدې په یوه درول شوي موټر کې ځای پر ځای شوی و.