خلک: اروزګان کې د برښنا بيه لوړه شوې
که څه هم د افغانستان په نورو ولايتونو کې د برښنا قېمت ټيټ دی خو په اروزګان ولايت کې اوس هم د يوه کيلو واټ برښنا بيه د ۲۸ افغانيږ څخه نيولې تر ۳۹ افغانيو پورې رسيږي. اروزګان مېشتي وايي د برښنا د لوړو قېمتونو له امله برښنايي وسايل نه کاروي او يوازې په دومره اندازه برښنا استفاده کوي چې ضرورت يې وي. د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، له يوې خوا د دولتي برښنا قېمتونه لوړ دي او له بلې خوا د دغې برښنا فعاليت يوازې د ښار په يو کيلو مترۍ پورې محدود دی. خلک وايي دولتي برښنا ته د نه لاسرسي له امله اړ دي چې... Читать дальше...