بریتانیا او جرمني د سالنګ پېښې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د سالنګ تونل په اورپېښه کې د مړو شمېر پرون د طالبانو د حکومت د رسمي ارقامو له مخې ۳۱ ته لوړ شو.
د افغانستان لپاره د برتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر ویلي دي چې د دې تراژیدۍ د تلفاتو له کبله سخت بوږنېدلی دی.
همداراز د افغانستان لپاره د جرمني ډيپلوماتیک ماموریت د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پرون رسنیو ته وویل چې د چاودنې له ځایه ۳۷ تنه ټپیان هم روغتونونو ته رسول شوي دي.
په سالنګ تونل کې د دې چاودنې د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.