پر روسيې اوکراين کې د زرګونه تاريخي او هنري اثارو د لوټ کېدو ادعا شوې
د هیومن رایټس واچ یوې مسوولې بلقیس ویلې Belkis Wille نن تور پورې کړ چې روسي ځواکونو د خرسون د اشغال په وروستیو ورځو کې له دې ځایونو څخه تاریخي انځورونه، سره زر، سپین زر، یوناني لرغوني اثار، مذهبي تصاویر او تاریخي توکي په لاریو کې بار کړل او هغو سیمو ته یې ولېږدول چې د روسیې تر ولکې لاندې دي.
د بشري حقونو د څار د سازمان په وینا روسي سرتېرو د اوکراین په جنوب کې د لږ تر لږه پنځو فرهنګي موسسو هنري او تاریخي اثار لوټلي دي چې جنګي جنایت بلل کېږي.