امنيت شورا غونډه کې د ايران لهخوا روسيې ته د بېپيلوټه الوتکو ورکولو په اړه بحث شوی
په دې غونډه کې متحدوایالتونو د ملګروملتونو پر سرمنشي هم تور ولګاوه چې د روسیې ګواښونو ته تسلیم شوی او په دې اړه په څېړنو کې پاتې راغلی دی.
په پرونۍ غونډه کې، د ایران له اټومي موافقې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وتلو وروسته د دواړو خواو په ځنډېدلو خبرو کې د ولسمشر جوبایډن د ادارې د نه ګډون په مسئله کې هم امریکا او ایران پر یو بل تورونه ولګول.