طالبانو د پاکستان د ديني عالمانو له پلاوي سره د وروستيو نښتو په اړه خبرې کړي
په یو بیان کې چې نن د کندهار د والي دفتر خپور کړ، له چمن څخه د راغلي پلاوي د غړو په حواله ویل شوي چې، دوی غواړي په راتلونکي کې د دې ډول حملو مخنیوی وشي.
بیان زیاتوي چې د طالبانو پلاوي په غونډه کې ویلي، دوی د خپلې خاورې د دفاع لپاره اقدام کړی دی.
د سپین بولدک چمن په دروازه کې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ تېره اونۍ دوه ځلې نښتې وشوې چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شول.
طالبانو پاکستاني ځواکونه او پاکستاني لوري طالبان د دې حملو په پیل تورن کړي دي.