جایکا په افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کوي
په هغې خبرپاڼه کې چې جایکا په خپله ویبپاڼه کې خپره کړې، ویل شوي چې د دغه تفاهم لیک له مخې یو ملیاردو ۷۹۷ میلیون جاپاني ینه چې څه باندې ۱۳۵ میلیون ډالره کېږي، برابروي او دا پیسې به په هغو سیمو کې د ژوند د شرایطو د ښه کېدو پر پروژو ولګول شي چې دغه بې ځایه شوي په کې ځای پرځای شوي دي.
تمه ده چې په دې اړه په کندهار، هلمند، ارزګان، نیمروز او زابل ولایتونو کې یو شمېر پروژې په ۲۴ میاشتو کې تطبیق شي.
د خبرپاڼې له مخې ډېری داخلي بې ځایه شوي او افغانستان ته ستنېدونکي کسان د کارونو د نشتوالي او اقتصادي ناوړه وضعیت له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.