د جنوبي کوريا ولسمشر امريکا سره پر يوې ګډې پوځي مانورې کولو په اړه خبرې کوي
ښاغلي یون چوسان ایلیو ورځپاڼې ته په مرکه کې چې نن (دوشنبه) خپره شوه، همدا راز ویلي چې په دې مانوره کې به د اټومي وسایلو په شمول له راز راز جنګي وسلو څخه کار واخیستل شي.
ده د دې مانورې موخه د مخنیوونکو اقداماتو پیاوړتیا بللې ده.
د رویټرز خبري اژانس د مالوماتو پر اساس، د جنوبي کوریا د ولسمشر اشاره پر دغه هېواد او متحدانو یې د هر ډول احتمالي حملې د مخنیوي لپاره د اتومي قدرت له نظره د امریکا د پوځ وړتیا ته ده.