په باجوړ کې د امن پاڅون جلسه کې له حکومته د اقداماتو غوښتنه وشوه
![په باجوړ کې د امن پاڅون جلسه کې له حکومته د اقداماتو غوښتنه وشوه](https://gdb.rferl.org/058a0000-0aff-0242-f043-08daef2167b4_tv_w800_h450.jpg)
د بېلابېلو سياسي ګوندونو غړيو د جنورۍ پر پینځمه د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې مرکز خار کې د امن پاڅون په نوم جلسه وکړه. د جلسو دا لړۍ د پښتنو سياستوالو او قومي مشرانو د ولسي امن پاڅون په نامه د هغو هڅو برخه ده چې دوی پکې له حکومته امن غواړي. د باجوړ جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين، د عوامي نېشنل ګوند او ملي جمهوري غورځنګ ځيني مشران هم ورغلي وو او ویناوې یې وکړې. تفصیل د مشال راډيو په ویډیويي راپور کې