ملګري ملتونه: له ۷.۹ میلیون ډېر اوکراینیان بهر ته کډوال شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یوې چارواکې کاټرینا لومپ نن په جرمني کې وویل چې له ۷.۹ میلیون زیات وګړي له اوکراین څخه وتلي او ۵.۹ میلیونه نور په کور دننه بې ځایه شوي دي.
د هغې په خبره ټول شاوخوا ۱۴ میلیون وګړي چې کډوالۍ ته اړ کړای شوي، د اوکراین د ټول نفوس شاوخوا ۴۱ سلنه جوړوي.
هغې زیاته کړه چې جرمني له متحدو ایالتونو وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د څه باندې پنځه سوه میلیون ډالرو په مرستې سره یې د اوکرایني کډوالو ملاتړ کړی دی.